د بشر حقونو د سرغړونې د مستند کولو پورتال
له دې پورتال څخه د بشري حقونو د سرغړونو، ناوړه چلندونو او ګواښونو د راپورولو، یا د یوې موجودې قضیې د تازه معلوماتو د سپارلو لپاره کار واخلئ.
تشریحي معلومات
دا پورټل په افغانستان کې د بشري حقونو د ادعا شویو سرغړونو په اړه د معلوماتو، شواهدو، شهادتونو او اړونده اسنادو راټولولو، خوندیتوب، تاییدولو او تحلیل لپاره رامنځ ته شوی دی. د دې پورټل له لارې سپارل شوي معلومات به، د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو، د سرغړونو د بېلګو پېژندنې، تحلیل، څېړنې، دفاع، راپور او حساب ورکولو هڅو د ملاتړ او خوندیتوب اقداماتو د پیاوړتیا لپاره وڅېړل شي. موږ کولای شو په مناسبو مواردو کې وړ قضیې، د بشري حقونو ملي او نړیوالو میکانیزمونو ته راجع کړو، خو د قضیو سپارل د سمدستي مداخلې یا مستقیمې مرستې تضمین نه کوي.
رضایت
د دې پورټل له لارې د معلوماتو په سپارلو سره تاسو موږ ته اجازه ورکوئ چې: سپارل شوي معلومات او مواد ذخیره او په خوندي ډول وساتو؛ له معلوماتو او موادو څخه د تحلیل، راپور ورکولو او د اړتیا په صورت کې د بشري حقونو حساب ورکونې میکانېزمونو ته د راجع کولو لپاره استفاده وکړو.
چېرې چې د تطبیق وړ د محرمیت او شخصي معلوماتو قوانین عملي وي، هغه اشخاص چې شخصي معلومات سپاري کولای شي د خپلو سپارل شویو معلوماتو یا موادو د لاسرسي، سمون یا حذف غوښتنه وکړي. ټول سپارل شوي معلومات، په شمول د سپارونکي هویت او جزئیات، به په خوندي ډول وساتل شي. موږ به هېڅ معلومات هېڅ دریم لوري ته افشا نه کړو، پرته له دې چې د سپارونکي/سپارونکو له خوا په ښکاره ډول اجازه ورکړل شي.
د معلوماتو خوندیتوب او خطرونه
له عکسونو، ویډیوګانو، سکرین شاټونو او اسنادو څخه حساس یا غیر مجاز شخصي معلومات لرې کړۍ. که تاسو یا بل څوک له سمدستي خطر سره مخ یاست، د مرستې لپاره تر ټولو خوندي او باوري بېړنۍ اړیکه وکاروۍ.
له داسې وسیلې، شبکې یا ځای څخه معلومات مه ورکوۍ، چې تاسو یا نور اغېزمن شوي کسان له ګواښ سره مخ کولی شي، یا که تاسو دا مهال د پېښې په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره ځان هوسا نه احساسوۍ.